کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې د انګورو په حاصلاتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی

9 سنبله 1402 ساعت 13:05

د سمنګان د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال د سړې هوا له امله د دغه ولایت د انګورو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي دي.


آوا - مزار شریف: د سمنګان د کرنې ریاست د کرنې رئیس عبدالغفور کریمی آوا ته وویل: سږ کال په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د انګورو باغونه کرل شوي، خو د حاصلاتو په سلو کې ۶۰ کم شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال له دغه ولايت څخه ٣٢ زره ټنه انګور ترلاسه شوي وو، خو سږ کال يې حاصلات ١٢ زره ټنو ته راټيټ شوي دي.
 
هغه دا هم وويل، چې د حاصلاتو له کمښت سره سره په سمنګانو کې سږ کال د انګورو بيه ښه ده او يو کيلو له ٥٠ تر ٧٠ افغانيو پلورل کېږي.
 
په شمال کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته، خو د سمنګانو ډېری انګور حسیني، کلک عروس او طیفي ډوله دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د سمنګانو انګور په کور دننه او نړيواله کچه مشهور دي، چې په تېرو کلونو کې يې تر ډېره پاکستان او هند ته صادرېدل، چې له دې لارې د يادو ولسواليو د اوسېدونکو ډېری کورنۍ خپل لګښتونه پوره کوي.
 


د مطلب کود: 275898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275898/په-سمنګان-کې-د-انګورو-حاصلاتو-۶۰-سلنه-کموالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com