کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چينايي سيلانيان د کندهار د تاريخي ځايونو ليدنه کوي

11 میزان 1402 ساعت 9:02

د کندهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې يو شمېر چينايي سيلانيان کندهار ته د تاريخي او لرغونو ځايونو د ليدو په موخه تللي دي.


آوا - کابل: دغه سیاحان وايي چې له ډیرې مودې راهیسې هوډ لري چې افغانستان ته راشي او زیاتوي چې هیواد یې له هغه څه نه ډیر پرمختګ کړی چې په اړه یې اوریدلي دي.
 
چینايي ګرځندوی جانګ یوین وویل: "موږ مخکې پریکړه کړې وه چې افغانستان ته راشو خو زمینه ورته برابره نه شوه، اوس چې راغلي یو، په دغه هېواد کې ډېر پرمختګونه وینو او هیله لرو چې افغانستان نور هم پرمختګ وکړي. "
 
يو چينايي ګرځندوی لي مينګ وويل: زه به له خپلې کورنۍ سره يو ځل بيا افغانستان ته راشم، افغانستان به بيا پرمختګ وکړي ځکه چې د يو کمربند او يوې لارې پروژې غړیتوب لري.
 
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا ٢٥٠ بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى دى.


د مطلب کود: 277604

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277604/چينايي-سيلانيان-د-کندهار-تاريخي-ځايونو-ليدنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com