کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین باید د برښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې افغانستان سره شریکي کړي

12 میزان 1402 ساعت 11:46

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی د چین د سیچوان ولایت په چینګدو ښار کې د بریښنا د تولید له مرکز څخه د لیدنې پر مهال افغانستان ته د دغه شرکت د تجربو د انتقال غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د بهرنۍ پانګونې لپاره شرایط برابر دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د چین د سیچوان ولایت په چینګدو ښار کې د بریښنا د تولید له مرکز څخه چې په دغه هیواد کې د بریښنا له سترو منابعو څخه دی، لیدنه وکړه.
 
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې، مولوي اميرخان متقي د دغه شرکت له مسوولينو سره د افغانستان او چين ترمنځ د بريښنا انرژۍ د همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې له افغانستان سره د بريښنا د انرژۍ د توليد په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغه شرکت مسوولینو ته وویل: افغانستان د برښنا، باد، لمریزې او ډبرو سکرو په برخه کې هم پراخ ظرفیت لري او د چین په ګډون د بهرنیو شرکتونو او پانګوالو د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ د هماليان ترانسپورټ فورم په درېيمه غونډه کې د ګډون په موخه چين ته تللى و.
 


د مطلب کود: 277690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277690/چین-باید-د-برښنا-تولید-په-برخه-کې-خپلې-تجربې-افغانستان-سره-شریکي-کړي

آوا
  https://www.avapress.com