کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې د هرات زلزله ځپلو ته د اړتیا وړ توکې استولي

18 میزان 1402 ساعت 10:27

په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان کړی چې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د اړتیا وړ توکو لومړنۍ جوپه هرات ته راورسېده.


آوا - کابل: د ترکیې سفارت د معلوماتو له مخې، په دغه جوپه کې خیمې، کمپلې، درمل او طبي توکي شامل دي، چې له ۲۷ کسانو سره د ترکیې د الوتکې له لارې هرات ته راورسېدل.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ترکیې د سفارت شارژدافیر هرات ته ورغلی و او په دغه ولایت کې یې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خوراکي توکو بستې وویشلې او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
 
له بلې خوا د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولني په لسګونو عملیاتی ټیمونه په دې وروستیو کښې د هرات زلزله ځپلو سیمو ته داخل شوی دی.
 
دا ایراني ټیمونه له یوه کلي څخه بل کلي ته له پلان سره ځي او هڅه کوي د سپیو په کارولو سره تر خاورو لاندې خلک وژغوري.
 
له دې مخکې د افغانستان په چارو کښې د ایران سفیر او خاص استازی حسن کاظمی قمی په یوه خبری کانفرنس کښې وویل، د ایران د اسلامی جمهوریت بشری مرستې د سرې میاشتې ټولنې او د امام خمینی (رح) د مرستو د کمېټۍ له لارې چمتو شوې دی. له زلزلې وروسته د هغو کسانو د ژغورنې لپاره لومړني ګامونه پورته شوي چې تر خاورو لاندې شوي دي. دغه راز د زخمیانو د درملنې لپاره د ساحوي کلینیکونو جوړول او له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د پولو له لارې د مرستو رسولو لپاره د تماس ډلې رامینځته کول د اسلامي جمهوریت له کارونو څخه دي.
 


د مطلب کود: 278037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278037/ترکیې-د-هرات-زلزله-ځپلو-ته-اړتیا-وړ-توکې-استولي

آوا
  https://www.avapress.com