کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د ایمرجنسي روغتون کار پیل شو

24 میزان 1402 ساعت 15:42

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ۱۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د دغه ولایت د ایمرجنسي روغتون د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: د لوګر د عامې روغتیا رئیس حافظ سعید الرحمن قادري وايي، دغه مرکز په درې جریبه ځمکه کې د ۶ میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
 
نوموړي د برکي برک ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د ياد روغتيايي مرکز له مسوولينو سره لازمه همغږي ولري او د ساتنې لپاره يې هڅې وکړي.
 
په همدې حال کې د ایمرجنسي موسسي مشر استفانو سوزا وویل: "موږ په افغانستان کې د بیړنیو مرکزونو له لارې افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوو او د دغو روغتیايي مرکزونو تمویل او تجهیز ته دوام ورکوو، څو افغانان وکولای شي زموږ له خدمتونو څخه په بیړنیو حالاتو کې ګټه واخلي."
 
د يادونې وړ ده، چې دغه مرکز د اړتيا په وخت کې خلکو ته عاجل خدمات وړاندې کوي او د اړتيا په صورت کې ټپيان د کابل مرکزي ايمرجنسي روغتون ته لېږدوي.
 


د مطلب کود: 278508

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278508/په-لوګر-کې-د-ایمرجنسي-روغتون-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com