کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان ولایت امنیتي ځواکونه باید د جمعې د ورځې د تروریستي پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي

25 میزان 1402 ساعت 13:52

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال د بغلان ولایت د جمعې د ورځې د تروریستي پېښې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره په کتنه کې چې امنیتي مسوولین هم په کې موجود وو، امنیه قوماندان او د استخباراتو رئیس ته امر وکړ چې د پېښې په اړه هر اړخيزه څېړنه وکړي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال مخدوم عبدالحق د خپل کار په دفتر کې د بغلان ولايت د تروريستي پيښې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره يې نغدي مرسته وکړه او د دغه ولايت امنيه قوماندان او د استخباراتو رييس ته يې د دغې پيښې د هراړخيز څيړنې حکم وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې لخوا د تیرې جمعې په ورځ د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د امام زمان(عج) په جومات ترهګره پیښه ترسره شوه چې له امله يي څه باندې پنځوس تنه شهیدان او ټپیان شول.
 


د مطلب کود: 278582

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278582/د-بغلان-ولایت-امنیتي-ځواکونه-باید-جمعې-ورځې-تروریستي-پېښې-په-اړه-اړخیزه-څېړنه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com