کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه تنه غله په هلمند کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

29 میزان 1402 ساعت 15:03

د هلمند ولایت امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې له امله دوه تنه غله وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.


آوا - کابل: د هلمند د شمالي ولسوالیو د امنیت امر عبدالسلام وايي چې په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې له امله دوه تنه غله وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.
 
دده د څرګندونو له مخې: دغه پيښه تيره شپه ٢:٣٠ بجې د باباجي زمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د غلو يوې ډلې د غلا په موخه يو کور ته د ننوتو هڅه وکړه چې امنيتي ځواکونو يې د نيولو هڅه وکړه.
 
د هغه په ​​وينا، غلو له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې، چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې يو بل غل هم له سيمې تښتېدلی او د نيولو هڅې روانې دي.
 
د هلمند امنيه قوماندان وايي، په ياده شوې ډله کې مشهور غله هم شامل دي، چې په سړي تښتونو کې يې لاس درلود.
 


د مطلب کود: 278855

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278855/دوه-تنه-غله-په-هلمند-کې-له-امنيتي-ځواکونو-سره-نښته-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com