کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان په مرکز کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوه کانال جوړ شو

8 عقرب 1402 ساعت 10:31

د بامیان ولایت د مرکز سید آباد په سیمه کې د اوبو رسولو یو کانال چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د دفتر (UNDP) په مالي مرسته جوړ شوی وو، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د والي له دفتر څخه پرون یکشنبه د عقرب ۷ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کانال د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د دفتر له خوا تمویل شوی دی، جوړ شوی.
 
د باميان والي د دغه کانال د کار د پيل په مراسمو کې وويل: د اوبو رسولو د دغه کانال پروژې په عملي کېدو سره به د باميان د مرکز سيد آباد د اوسېدونکو د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه هواره شي او خلک به وکولای شي پرته له انديښنې او په اسانۍ سره د هغوی کرنيزې اوبه برابر کړي.
 
مولوي عبدالله سرحدي زیاته کړه: د عامه ګټو د پروژو پلي کول چې د خلکو اړتیاوې دي او خلکو ته ګټه رسوي، د بامیان د سیمه ییزې ادارې رهبري هم هڅه کوي چې پرمختیايي پروژې پلي کړي.
 
همدارنګه په افغانستان کې د اسلامک ریلیف موسسي عمومي رئیس عمیر حسن وویل: د اسلامک ریلیف موسسه چې خلکو ته د کار زمینه برابروي، دا ځل د سید آباد سیمه چې د بامیان ولایت د مرکز اړوند یوه برخه ده تر پوښښ لاندې نیولې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د کرنيزو اوبو دغه کانال پروژه، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) له خوا تمويلېږي او د اسلامي مرستو موسسي له خوا پلې کېږي، د ٣٠ ميليونه او ٢١٨ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو کانال دى.
 


د مطلب کود: 279440

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279440/د-بامیان-په-مرکز-کې-څه-باندې-۳۰-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-یوه-کانال-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com