کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ختيځ کې د داعش درې تنه جګپوړي غړي ووژل شول

17 عقرب 1402 ساعت 12:32

خبری سرچینو اعلان کړی چې د کنړ ولایت په «سوکی» ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د دغې ترهګرې ډلې د نوی مشر په ګډون د داعش درې لوړپوړی غړی په نرنګ ولسوالۍ کې وژل شوی دی.


آوا - کابل: د سرچینو په حواله دغه عملیات د توت تنګي په سیمه کې په یوه پټنځای ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د نرنګ ولسوالۍ لپاره د داعش د نوي مشر اسامه په نوم د عبدالحلیم سربیره دوه نور غړي وژل شوي دي. د "محمد ګول" او "فدا" په نوم د داعش ډلې هم پټ شوي وو او درې واړه په دې عملیاتو کې ووژل شول.
 
سرچينې زياته کړې، چې محمد ګل په سيمه کې د داعش ډلې مشر و او په "کوتر" مشهور "قاري فتح" ته له نږدې کسانو څخه و، چې په خراسان کې د داعش د امنيتي چارو مسوول و.
 
د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې په څه کم لسو ورځو کې د کابل په لویدیځ کې دوه خونړي بریدونه کړي چې لسګونه تنه پکې مړه او ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 280015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280015/د-هېواد-په-ختيځ-کې-داعش-درې-تنه-جګپوړي-غړي-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com