کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فواید عامې وزارت: د شاولیکوټ – ترینکوټ سړک به ورغول شي

29 عقرب 1402 ساعت 16:58

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د شاوليکوټ – ترینکوټ سړک به د ۴۵ کیلومترو په اوږدوالي سره ورغول شي.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د کندهار- هرات له لویې لارې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د شاوليکوټ – ترینکوټ ۴۵ کیلومتره سړک به ورغول شي.
 
د ښاغلي تڼي په وینا دغه سړک چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار ولایت د فواید عامې ریاست له خوا بیارغول کېږي.
 
د فواید عامې وزارت سرپرست زیاته کړې، چې لګښت به یې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده دفتر ورکوي.
 
د فواید عامې وزارت سرپرست د کندهار- هرات د لویې لارې اړوند د پلباغ – لښکرګاه سړک څخه هم لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه سړک کار باید ژر تر ژره بشپړ شي.
 
ملا محمد عیسی ثاني دا هم وویل چې د دغه سړک په بشپړیدو سره به د سیمې د ګڼو خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي.
 
تر دې مهاله اسلامي امارت د سړک جوړونې ګڼې پروژې په لاره اچولي، چې تر ټولو مهم یې د کابل – کندهار لویې لارې بیارغونه ده.


د مطلب کود: 280763

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280763/د-فواید-عامې-وزارت-شاولیکوټ-ترینکوټ-سړک-ورغول-شي

آوا
  https://www.avapress.com