کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د څه باندې سل زره امریکایي ډالرو په لګښت د بامیان په مرکز کې د «تولواره» سړک د جوړولو کار بشپړ شو

9 قوس 1402 ساعت 10:05

د باميان په مرکز کې د "تولواره" سړک چې د څه دپاسه سل زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى، د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو له خوا پرانيستل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د مرکز اړوند د تولواره په سیمه کې د ۸۰۴ مترو په اوږدوالي سړک د ۱۱۴ زره او ۷۹۱ امریکايي ډالرو په لګښت د ملګرو ملتونو په مرسته بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي د دې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې وويل: اوس چې د باميان ولايت په کچه عمومي امنيت تامين شوى دى، نو بنسټونه بايد د باميان ولايت په ټولو سيمو کې د پرمختيايي او بنسټيزو پروژو د پلي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

ده وويل: د باميان د سيمه ييزې ادارې مشرتابه هڅه کوي چې په باميان ولايت کې د بنسټونو په همکارۍ زياتې پراختيايي او زيربنايي پروژې پلې کړي.

سرحدی له خلکو هم وغوښتل چې د دیني علومو د تدریس او د اسلامي او دیني احکامو د تدریس په برخه کې پوره هڅې وکړي.

دغه راز په دغو مراسمو کې ديني عالم مولوي شرف الدين سعادت او د باميان ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس حافظ نورزي امين زاده د باميان ولايت د خلکو د ستونزو په باب خبرې وکړې او په باميان ولايت کې يې د زياتو پرمختيايي پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه.

باید وویل شي، چې په بامیان ولایت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو دفتر ۱۳ پروژې بشپړې کړي، چې په کې د سړکونو د غاړو او کنډوالو پخول، د استنادي دېوالونو جوړول، د سیلابونو د خنډونو او د کرنیزو اوبو د کانالونو د غځولو او جغل اچول شامل دي. 


د مطلب کود: 281314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281314/د-څه-باندې-سل-زره-امریکایي-ډالرو-په-لګښت-بامیان-مرکز-کې-تولواره-سړک-جوړولو-کار-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com