کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د سمنټو د تولید فابریکې د جوړولو کار روان دی

10 قوس 1402 ساعت 14:05

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د څه باندې سل میلیونه ډالرو په پانګونې سره د مالګې د سمنټو د فابریکې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو په وینا، د څه باندې سل میلیونه ډالرو په لګښت په سل جریبه ځمکه کې په کندهار ولایت کې د سمنټو فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې. 
 
د کانونو او پټروليم وزارت د رسنيو دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د لومړي پړاو له فعاليدو وروسته به ياده شوې فابريکه د ورځې د ١٥٠٠ ټنو او په راتلونکو کلونو کې د پنځه زره ټنه سمنټو د توليد ظرفيت ولري.
 
د کانونو وزارت د چارواکو په وینا، د دې فابریکې په پرانېستلو سره به څه باندې پنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دغه راز به د عوایدو په زیاتوالي، د کار پیدا کولو، د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د سمنټو د راټیټولو په برخه کې اغېزمن تمام شي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو هم ویلي، چې د جبل السراج او هرات د سمنټو پروژې هم په قرارداد ورکړل شوې، چې دا مهال د اکتشاف په پړاو کې دي.


د مطلب کود: 281384

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281384/د-کندهار-سمنټو-تولید-فابریکې-جوړولو-کار-روان-دی

آوا
  https://www.avapress.com