په غزه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت ویندوی اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه ۲۰ زره ۹۱۵ کسان شهیدان او ۵۴ زره ۹۱۸ کسان ژوبل شوی دی .
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۱ زرو ته ورسید
6 جدی 1402 ساعت 9:50
په غزه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت ویندوی اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه ۲۰ زره ۹۱۵ کسان شهیدان او ۵۴ زره ۹۱۸ کسان ژوبل شوی دی .
آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت هم په جنوبی حبرون کښې د دوو فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د اکتوبر له اوومې راهیسې په لویدیځه غاړه کې د شهیدانو شمېر ۳۰۵ ته رسېدلی دی.
په شهیدانو کې ۸۵۰۰ یې ماشومان، ۶۳۰۰ یې ښځې، ۳۱۱ یې طبي او د درملنې کارکوونکي، ۴۰ یې د ژغورنې کارکوونکي او ۱۰۳ یې خبریالان دي.
د مطلب کود: 282973