کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې په تېرو لسو مياشتو کې په ترافيکي پېښو کې تر ٢٠٠ زيات کسان مړه او ټپيان شوي دي

6 جدی 1402 ساعت 10:00

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې په تېرو لسو میاشتو کې د ۱۰۰ ترافيکي پېښو له رامنځته کېدو وروسته د ۶۹ تنو د وژل کېدو او ۱۵۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: په ننګرهار کې د اسلامی امارت د امنیت امر مولوی محمد طاهر مبارز په یوه خبری ناسته کې وویل چې په دې موده کې د ۳۸ نارینه، ۲۳ ماشومانو او ۸ ښځو په ګډون ۶۹ تنه وژل شوی دی.

د هغه په ​​وينا، په دې ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله د ١٠٨ نارينه، ٣٤ ماشومانو او ١١ ښځو په ګډون ١٥٥ نور ټپيان شوي دي.

مبارز زياته کړه چې چارواکو د دغو ترافيکي پيښو د رامنځته کيدو په اړوند يو شمير کسان نيولي دي.

د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.

ننګرهار د هېواد په ختيځ کې يو له ګڼ مېشتو ولايتونو څخه دى، چې سږ کال په کې د ترافيکي پېښو ډېروالى رامنځته شوى دى.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته په هیواد کې د ترافیکي پیښو پیښې زیاتې شوي دي.


د مطلب کود: 282976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282976/په-ننګرهار-کې-تېرو-لسو-مياشتو-ترافيکي-پېښو-تر-٢٠٠-زيات-کسان-مړه-او-ټپيان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com