کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د بهرنیو سیلانیانو د اسانتیا لپاره د ځانګړو هوټلونو جوړول

19 جدی 1402 ساعت 13:49

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو د اسانتیا په موخه په یو شمېر ولایتونو کې ځانګړي هوټلونه جوړوي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په هرات کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې دغه هوټلونه به د افغانستان په شپږو ولایتونو کې جوړ شي.

ښاغلی خیرخواه په افغانستان کې ټولیز امنیت او د بهرنیو سیلانیانو زیاتوالي ته په اشارې سره وايي، وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې سیلانیانو ته خدمات وړاندې کړي.

په همدې حال کې په ټول هېواد کې د امنیت له تامین سره افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.


د مطلب کود: 283815

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283815/په-هیواد-کې-د-بهرنیو-سیلانیانو-اسانتیا-لپاره-ځانګړو-هوټلونو-جوړول

آوا
  https://www.avapress.com