کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام:

هره میاشت د افغانستان لرې پرتو سیمو ته څه باندې ۸۰۰۰ لاری خوراکی مواد استول کیږی

25 جدی 1402 ساعت 15:02

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې هره میاشت د دغه سازمان له خوا ۸۵۰۰ لارۍ خوراکي توکي د افغانستان غرنیو او ناامنو سیمو ته استول کېږي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو په لیږلو کې له ستونزو سره سره، اړمنو ته د مرستو رسولو لړۍ دوام لری.

دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دوی خوراکي مرستې به د هغو افغانانو د ژوند د ژغورلو یوازینۍ لار وي چې په سخت ژمي کې له لوږې سره مخ دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، هره میاشت د خوړو نړیوال سازمان له خوا ۸۵۰۰ لارۍ خوراکي توکي غرنیو او ناامنو سیمو ته استول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د خوړو نړیوال پروګرام یو له هغو موسسو څخه دی چې په ټول افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو د ویش په برخه کې فعالیت کوي.


د مطلب کود: 284249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284249/هره-میاشت-د-افغانستان-لرې-پرتو-سیمو-ته-څه-باندې-۸۰۰۰-لاری-خوراکی-مواد-استول-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com