کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د یوروشیا د سوپر ساباکي سیالیو د دویمې درجې مقام خپل کړ د افغان

7 دلو 1402 ساعت 16:17

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د «سوپر ساباکي» په برخه کې د یوروشیا د سیالیو په څلورم پړاو کې د هېواد د ملي لوبډلې د اتلولۍ مقام اعلان کړ.


آوا: دغه سیالۍ د روان هجري لمریز کال د زمري میاشتې په دریمه نیټه د ایران په تهران ښار کې د ۱۲ اسیایي ټیمونو په ګډون پیل شوې وې چې نن (شنبه، د دلوي ۷) پای ته ورسیدې.

په دغو سیالیو کې د ایران، افغانستان، پاکستان، هند، ازبکستان، ترکیې، جرمني، سوریې، عراق، تاجکستان، ګرجستان او اذربایجان لوبډلو برخه اخیستې وه.

افغانستان په دغو سیالیو کې د سرو زرو نهه مډالونه، څلور د سپینو زرو او پنځه د برونزو مډالونه ګټلي دي.

د يادونې وړ ده چې د ايران اسلامي جمهوريت د دغو سياليو اتل شو او پاکستان دريم مقام خپل کړ.


د مطلب کود: 284894

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284894/افغانستان-د-یوروشیا-سوپر-ساباکي-سیالیو-دویمې-درجې-مقام-خپل-کړ-افغان

آوا
  https://www.avapress.com