کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه ۱۱ افغان بندیان خوشې شول

9 دلو 1402 ساعت 9:47

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه ۱۱ تنه افغان بندیان خوشي او افغانستان ته لیږدول شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د پاکستان د پنجاب ایالت له یوه زندان څخه ۱۱ تنه افغان بندیان خوشې او افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، دغه کسان د پاکستاني پولیسو له خوا له دې امله نیول شوي چې د اوسیدو جواز یې نه درلود.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو سربېره یو زیات شمېر کسان هم نیولي دي.

د افغان مهاجرینو په وړاندې د پاکستاني پولیسو کړنو د پناه غوښتونکو د ملاتړ د سازمانونو اندیښنې هم راپارولي دي.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د لسو افغان کډوالو د خوشي کېدو اعلان وکړ.


د مطلب کود: 284972

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284972/د-پاکستان-پنجاب-ایالت-له-یوه-زندان-څخه-۱۱-افغان-بندیان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com