کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لپاره د ازبکستان او بریتانیا استازو د دوحې په غونډه کې خبرې وکړې

10 دلو 1402 ساعت 15:10

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي او د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا استازي د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه چې د افغانستان د مسئلې په اړه جوړېږي، خبرې اترې وکړې.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشف او د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی انډریو مک کوبری نن (دوشنبه، د لیندۍ ۹مه) په رسمی ډول سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې اترې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې یادونه وشوه چې د دوحې غونډه به په افغانستان کې د وضعیت د ثبات او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې د اغېزمنې حل لارې د موندلو لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په همغږي کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز دواړو لورو د افغانستان په اړه د ازبکستان او بریتانیا ترمنځ د همکاریو پر اوسني وضعیت هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د منظمو خبرو پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو غونډه د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د ملګرو ملتونو په نوښت په دوحه کې جوړېږي. 


د مطلب کود: 285078

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285078/د-افغانستان-لپاره-ازبکستان-او-بریتانیا-استازو-دوحې-په-غونډه-کې-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com