کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو څخه ۱۹ تنه افغان بندیان خوشې شول

11 دلو 1402 ساعت 15:28

په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارواکو اعلان کړی چې د دوی د هڅو په پایله کې د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۹ افغانان خوشي شوي دي.


آوا - کابل: په کراچۍ کې د اسلامي امارت قونسل جنرال عبدالجبار تخاري وايي، په دغه ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د دغه ښار له بېلابېلو زندانونو ۱۹ تنه افغانان خوشي شوي دي. په سندهـ صوبه کې هم د نورو د خلاصون هڅې روانې دي.

ښاغلی تخاري زیاتوي، خوشي شوي افغانان د چمن له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

تر دې مخکې د اسلامي امارت د کابینې په غونډه کې هم له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغان بندیانو پر خلاصون ټینګار شوی و.


د مطلب کود: 285140

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285140/د-پاکستان-له-زندانونو-څخه-۱۹-تنه-افغان-بندیان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com