د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه له ټولو شاعرانو او ليکوالو وغوښتل چې د اسلامي ارزښتونو او مستند افغاني فرهنګ له مخې شعرونه ووايي او د هېواد پخواني اتلان راتلونکي نسل ته ور وپیږنې.
په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر:
شاعران باید خپل شعرونه د اسلامي او ملي ارزښتونو مطابق ووايي
14 دلو 1402 ساعت 14:11
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه له ټولو شاعرانو او ليکوالو وغوښتل چې د اسلامي ارزښتونو او مستند افغاني فرهنګ له مخې شعرونه ووايي او د هېواد پخواني اتلان راتلونکي نسل ته ور وپیږنې.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر نن شنبه (د دلوې ۱۴ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په ممله تاریخي بڼ کې د نرګس ګل مشاعره ترسره شوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په استازيتوب د ځوانانو چارو امر قاري محمد آصف زهير وويل: د نرګس ګل لومړۍ مېله په ۱۳۹۲ لمريز کال کې ترسره شوه، چې اوسمهال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري هر کال په همدې موسم کې په لاره اچول کېږي.
له بلې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: زه د ننګرهار له علم او ادب مینه والو مننه کوم، چې تل یې د ساینس او ادب د مینه والو لپاره فرهنګي پروګرامونه په لاره اچولي دي.
ښاغلي خيرخواه ټولو شاعرانو او ليکوالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د اسلامي ارزښتونو او مستند افغاني کلتور سره سم شعرونه ووايي او د هېواد د پخوانيو اتلانو يادونه راتلونکي نسل ته وکړی.
د مطلب کود: 285298