په افغانستان کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراخولو د ډیلي ټینګار/ چابهار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لپاره یو پل دی
19 حوت 1402 ساعت 10:41
په افغانستان کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
آوا - کابل: د افغانستان، ایران او پاکستان په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې غونډه کې هندي لوري له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا اعلان کړه.
له دې لیدنې وروسته متقي دا هم وویل چې اسلامي امارت غواړي له هند سره د متوازن بهرني سیاست پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او له نوي ډیلي غواړي چې افغانانو ته د سوداګرۍ، طبي او تعلیمي ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د مطلب کود: 287110