کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۱ زره ۴۵ تنو ته لوړ شو

20 حوت 1402 ساعت 16:06

فلسطیني سرچینې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په جګړه کې د شهیدانو شمیر ۳۱۴۵۰ تنو ته او د ټپیانو شمیر ۷۲۶۵۴ تنو ته لوړ شوی دی.


آوا: د فلسطین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د غزې په شمال کې د کمال عدوان په روغتون کې یو دوه میاشتنی ماشوم او یو شل کلن سړی د الشفاء په طبی کمپلکس کې مړ شوی دی.
 
د دغه وزارت په وینا، په غزه کې د خوارځواکۍ او د اوبو د کمښت له امله د شهیدانو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی دی.


د مطلب کود: 287192

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287192/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۱-زره-۴۵-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com