کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر:

د روژې په میاشت کې اړمنو ته د سوداګرو لخوا د خوراکي توکو کڅوړو ویش د پام وړ عمل دی

5 حمل 1403 ساعت 9:56

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر وایي: د مرستو د ویش او مستحقو کسانو لاس نیونه د ښو کارونو څخه دي او د سوداګرو غواړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې پر بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل کړي.


آوا: د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس اسدالله اسدی په اړو کسانو د مرستو د ویش په مراسمو کې د آوا خبریال ته وویل:« له مستحقو کورنیو سره د مرستې او نیول روحیه ده. د سوداګرو په ګڼه ګوڼه کې زیاتوالی راغلی او هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې سوداګر په ګډه او انفرادي ډول خوراکي توکي وېشي.
 
اسدی وويل، چې د کمال نبي زاده خيريه بنسټ هره ورځ په مزارشريف ښار کې پر اړمنو کسانو ته هره ورځ د اوړو او غوړيو په ګډون خوراکي توکي وېشي او نورو سوداګر هم دغه لاره خپله کړې ده.
 
هغه زياته کړه، چې پر اړمنو کسانو د مرستو وېش بسنه نه کوي او په همدې حال کې د روژې له پيل سره سم په ښار کې د يوه لارۍ اوړو او يوه لارۍ غوړيو د بازار له نرخ څخه ښکته د پلورلو لړۍ هم روانه ده. 
 
له بلې خوا د کمال نبي زاده خيريه بنسټ مشر امان الله عزيزي وويل: موږ د هېواد په کچه فعال يو او د روژې په مبارکه مياشت کې د مرستو رسولو او اړمنو ته د خوراکي توکو د وېش لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې لرو. 
 
په همدې حال کې د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکو د روژې مبارکه مياشت د بې وزلو د لاس نيولو او د اړمنو خلکو د پالنې يو فرصت وباله او ويې ويل: اوړه او غوړي په دې ولايت کې له بې وزلو کورنيو سره ستره مرسته ده. د روژې مبارکه میاشت ده او له سوداګرو څخه مو غوښتنه ده چې د هېوادوالو لاس نیونه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په مزارشريف ښار کې د سوداګرو له خوا د خوراکي توکو او د افطار د کڅوړو د وېش غوښتنه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولينو، علماوو او نورو شخصيتونو او بنسټونو کړې وه.


د مطلب کود: 287742

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287742/د-روژې-په-میاشت-کې-اړمنو-ته-سوداګرو-لخوا-خوراکي-توکو-کڅوړو-ویش-پام-وړ-عمل-دی

آوا
  https://www.avapress.com