کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان د پلخمري د پایو په فابریکه کې د برښنا د پایو په جوړولو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی

5 حمل 1403 ساعت 10:00

د بغلان سیمه ییز چارواکي په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د پلخمري د پایو په فابریکه کې د برښنا د پایو د جوړولو په برخه کې د ۵۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: د پلخمري د فابریکې مسؤل نقیب الله نظري وايي، تېر کال یې په دغه فابریکه کې د برېښنا شپږ زره پایې جوړې کړې.
 
هغه زياته کړه، چې په ١٤٠١ زېږديز کال کې په دې فابريکه کې ٣٥٠٠ د برېښنا پایې جوړې شوې وې.
 
د نظري په وينا، په دې فابريکه کې جوړ شوي د برېښنا پايې ۱۰، ۱۲ او ۱۵ متره اوږدوالی لري او د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.
 
هغه زياته کړه، چې په ١٤٠٢ کال کې برشنا شرکت دوى ته د برېښنا د ٥زرو پایو د جوړولو هدف ټاکلى و، خو سږ کال يې د برېښنا د ٩زرو پایو د جوړولو غوښتنه کړې ده.
 
د پلخمري د فابریکې عملیاتي مسؤل محمد کبیر صبورزی وايي، د جمهوريت  پر مهال په دې فابریکه کې هره ورځ له ۱۰ تر ۱۸ د برېښنا پایو جوړېدل، خو اوس هره ورځ ۲۸ پايې جوړېږي.
 
هغه زياته کړه چې په دې فابريکه کې شاوخوا سل تنه په کار بوخت دي او د کار د زياتوالي سره به نورو کسانو ته هم د کار زمينه برابره شي.
 
د يادونې ده، چې د پلخمري د فابريکې بنسټ شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې په بغلان کې کېښودل شو.


د مطلب کود: 287744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287744/د-بغلان-پلخمري-پایو-په-فابریکه-کې-برښنا-جوړولو-۵۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com