د کابل ولایت امنیه قومندانۍ اعلان کړی، چې تېره شپه (یکشنبه، حمل ۵) د پلازمېنې په ۱۸مه ناحیه کې دوه تنه وسله وال سړي تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
دوه تنه انسان تښتوونکي په کابل کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول
6 حمل 1403 ساعت 10:55
د کابل ولایت امنیه قومندانۍ اعلان کړی، چې تېره شپه (یکشنبه، حمل ۵) د پلازمېنې په ۱۸مه ناحیه کې دوه تنه وسله وال سړي تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
آوا - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوه تنه وسله وال سړي تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره، تیره شپه درې تنه سړي تښتوونکي د ګزمې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.
له دې وړاندې هم داسلامي امارت امنیتي ځواکونو دجګړې په ترڅ کې یو شمیر سړي تښتوونکي وژلي وو.
د مطلب کود: 287811