د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څه باندې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت د دغه وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
9 حمل 1403 ساعت 9:45
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څه باندې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت د دغه وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د څه باندې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي دي.
د يادو هوکړه ليکونو له مخې، دغه پيسې به د پروان، کاپيسا، پنجشېر، لوګر، ميدان وردګ، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني او ننګرهار ولايتونو په مرکز او ولايتونو کې له څه باندې ١٦ زره اړمنو کورنيو سره د بشري مرستو په برخه کې ولګول شي.
د مطلب کود: 287975