کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولایت کې د ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۲۷۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

9 حمل 1403 ساعت 10:04

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په پروان ولایت کې د څه باندې ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۷۱ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د پروان ولایت په جبل السراج او سیدخېلو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۷۱ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په بشپړو شویو پروژو کې د کانکریټي سړکونو جوړول، د کلیو د سړکونو جغل اچول، د څښاک د پاکو اوبو لپاره د څاګانو کیندل، د کرنیزو اوبو د کانالونو جوړول، پلونه او محافظوي دیوالونه شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د دولت او بنسټونو له لوري په هېواد کې د وړو پروژو د جوړولو لړۍ پيل شوې ده.


د مطلب کود: 287980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287980/په-پروان-ولایت-کې-د-۳۴۰-میلیونه-افغانیو-ارزښت-څه-باندې-۲۷۰-پروژې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com