د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د قراردادي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې د دغې پروژې د وروستیو پرمختګونو او په هېواد کې د مسو د پروسس د فابریکې د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د مسو د پروسس د فابریکې پر جوړولو خبرې وشوې
14 حمل 1403 ساعت 10:10
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د قراردادي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې د دغې پروژې د وروستیو پرمختګونو او په هېواد کې د مسو د پروسس د فابریکې د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.
آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د عینک د مسو کان د استخراج قراردادي شرکت "MCC" له مسوولینو سره وکتل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دغې پروژې د وروستیو پرمختګونو، د برېښنا د تولید پر سرچینو، د هغې د عملي کار د پیل پر څرنګوالي او په هېواد کې د مسو د پروسس د فابریکې پر جوړېدو خبرې وشوې.
د عینک د مسو کان د قراردادي شرکت مسوولینو په نږدې راتلونکي کې د دغې پروژې د عملي پیل او په هېواد کې د هغې د بشپړ پروسس ډاډ ورکړ.
د مطلب کود: 288200