د ایران د اسلامی جمهوریت رسنیو د داعش ترهګرې ډلې د دوو غړیو د نیولو خبر ورکړ چې احتمالاً د حضرت معصومې (س) زیارت ته د ننوتو په وخت کښې یې د ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو پلان درلود.
د ایران په قم ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې دوه تنه غړی نیول شوي
15 حمل 1403 ساعت 10:41
د ایران د اسلامی جمهوریت رسنیو د داعش ترهګرې ډلې د دوو غړیو د نیولو خبر ورکړ چې احتمالاً د حضرت معصومې (س) زیارت ته د ننوتو په وخت کښې یې د ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو پلان درلود.
آوا: د ایران د اسلامی جمهوریت رسنیو خبر ورکړی چې د داعش د خراسان ولایت دوه تنه غړی چې احتمالاً د تروریستی عملیاتو د ترسره کولو پلان یې درلود، نیولي دي.
ویل شوي دي چې د دغو دوو کسانو عکسونه په رسنیو کې خپاره شوي هغه مهال ثبت شوي چې دوی د حضرت معصومې (س) د سپیڅلي زیارت دروازې ته ننوتل.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ایران امنیتي ځواکونو د داعش ډلې د څو تنو د نیولو اعلان وکړ.
تېر کال د ایران د اسلامي جمهوریت د کرمان په ښار کښې د حاج قاسم سلیماني د شهادت د تلین د نمانځلو په مراسمو کې داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کښې کابو سل تنه شهیدان شول.
د مطلب کود: 288255