کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د تایلنډ د چنبوري فوټسال لوبډلې ته ۷-۳ ماتې ورکړه

20 حمل 1403 ساعت 10:46

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې چې په تايلنډ کې د چمتوالي په کمپ کې ده، په يوه دوستانه لوبه کې د تايلند د فوټسال د لومړۍ څانګې چنبوري لوبډلې ته د ۷:۳ په توپير ماتې ورکړه.


آوا: د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړو پرون (یکشنبه، د حمل ۱۹مه) په یوه دوستانه لوبه کې د چنبوري فوټسال لوبډلې ته د ۷:۳ په توپیر ماتې ورکړه.

د فوټبال فدراسیون د چارواکو په وینا، د افغان فوټسال لوبغاړو او چنبوري لوبغاړو ترمنځ دا غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به په درې نورو تیاریو کې د تاجکستان، سعودي عربستان او چین له لوبډلو سره هم ولوبېږي.


د مطلب کود: 288487

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288487/د-هېواد-فوټسال-ملي-لوبډلې-په-یوه-دوستانه-لوبه-کې-تایلنډ-چنبوري-ته-۷-۳-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com