د کوچني اختر په مناسبت د هېواد د لوېدیځو سیمو له زندانونو څخه د سلګونو بندیانو خوشې شوي
آوا - هرات: د هرات د محبس عمومي مدیر مولوي محمد نبي خلیل وايي چې د کوچني اختر په مناسبت د دغه ولایت له زندان څخه ۲۵۲ بندیان خوشي شوي دي.
د هرات د محبس د رييس په وينا، په ٢٥٢ بنديانو کې ٣٩ ښځې او ١٣ ماشومان شامل دي، چې بخښل شوي دي.
د هغه په وينا، د ١٧ نورو کسانو د حبس اندازه کمه شوې ده.
مولوي خليل يادونه وکړه، چې د هرات له زندان څخه خوشې شوي کسان زياتره هغه کسان دي، چې په سپکو جرمونو بنديان وو او د اختر په مناسبت بخښل شوي وو.
دغه راز د غور د استيناف محکمې عمومي رييس شيخ مولوي عبدالکريم صميم وايي، چې د غور له ولايتي زندان څخه ٥٠ تنه بنديان خوشې شوي، چې ٤١ نارينه او ٩ يې ښځې دي.
له بلې خوا د نيمروز د محاکمو مطبوعاتي مسوول مولوي سخي احمد جلالي هم وايي چې د کوچني اختر په مناسبت د دغه ولايت له مرکزي زندان څخه ٩٥ تنه بنديان او ٥٩ تنه نور د بند په موده کې خوشي شوي دي.
په همدې حال کې د فراه ولايت د استيناف محکمې رييس مولوي محمد ګل صياد وايي، چې د هغو ١١٦ تنو له ډلې څخه چې د خوشې کېدو په حال کې دي، له دې جملې څخه ٩٢ تنه هغه بنديان دي چې په بېلابېلو سيمو کې د نشه يي توکو د پېر او پلور په جرم نيول شوي وو.
ښاغلي صیاد زیاته کړه: په دې سره به یو شمېر نور هغه بندیان چې نور جنایي جرمونه هم ولري، خوشي شي.
د یادولو وړ ده چې د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده په حکم د ټول هیواد له زندانونو څخه ۲۸۵۵ تنه خوشي شوي دي.