کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيا د ملتونو په جام کې يوه بله لوبه مساوي کړه

25 حمل 1403 ساعت 9:02

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې چې په تايلند کې د فوټسال په څلور اړخيزه سياليو کې له ګډون وروسته د اسيا د فوټسال له سترو هېوادونو سره يو شمېر دوستانه سيالۍ ترسره کړې، دا ځل په يوه بله دوستانه لوبه کې د چين له ملي لوبډلې سره لوبه ۲-۲ مساوي کړه.


آوا: په دې لوبه کې، چې نن له غرمې مخکې په تایلنډ کې ترسره شوه، د هېواد د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، حسین محمدي د افغانستان دواړه ګولونه ووهل.

  دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په یوه بله دوستانه لوبه کې د سعودي عربستان د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۲۳ ګولونو ماتې ورکړه.

  دا دوستانه لوبې به د سږ کال اسیایي فوټسال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په تایلنډ کې د څلور اړخیزو سیالیو د درجه بندۍ په سیالیو کې مالیزیا ته ماتې ورکړه او درېیم مقام ته ورسېد.
افغانستان له ایران، کویټ او بحرین سره د اسیا د فوټسال جام په څلورم ګروپ کې ځای لري.


د مطلب کود: 288635

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288635/د-افغانستان-فوټسال-ملي-لوبډلې-اسيا-ملتونو-په-جام-کې-يوه-بله-لوبه-مساوي-کړه

آوا
  https://www.avapress.com