کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دوحه کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ د غړو د فاتحې په مراسمو کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو ګډون

25 حمل 1403 ساعت 9:05

د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د دغه سفارت مشر او په دغه ښار کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر هم د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د حماس د مشر د اولادونو او لمسیانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.


آوا: د دغه سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دوحه کې د اسلامي امارت د سفارت رئیس ډاکټر محمد نعیم او همدا راز په دوحه کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر رئیس سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه اولادونو او لمسیانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د دغه سفارت په وینا، ظالم صهیونیسټی رژیم د چهارشنبې په ورځ د کوچنی اختر په لومړۍ ورځ د ښاغلی اسماعیل هنیه درې زامن او څلور لمسیان ووژل. د غاصب صهیونیسټي رژیم له خوا د فلسطین په مظلوم ولس له پرله پسې بمباریو شپږ میاشتې تیرې شوې دي او تراوسه له سلو زرو زیات کسان چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي شهیدان او ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کښې دی چې له دې مخکې د اسلامی امارت د خارجه چارو سرپرست وزیر اسماعیل هنیه سره په ټیلی فونی تماس کښې د صهیونیسټی رژیم په جنایت کښې د هغه د کورنیو د غړیو په شهادت خواشینی څرګنده کړې وه او ورته یې د جمیل صبر هیله کړې وه.

په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت رسمي اعلامیه هم خپره کړې ده.


د مطلب کود: 288636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288636/په-دوحه-کې-د-اسماعیل-هنیه-کورنۍ-غړو-فاتحې-مراسمو-اسلامي-امارت-لوړ-پوړو-چارواکو-ګډون

آوا
  https://www.avapress.com