کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشیر او ارزګان کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

26 حمل 1403 ساعت 10:29

په پنجشېر او اروزګان ولايتونو کې د اسلامی امارت سيمه ييز چارواکي وايي، چې په يادو ولايتونو کې د سېلابونو له امله درې تنه مړه او ستر مالي زيانونه اوښتي دي.


آوا - کابل: د چارواکو په وینا د پنجشیر په عنابه، دره او حصه اول ولسوالیو کې سیلابونو سخت مالي زیانونه اړولي دي.

د دې ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس محب الله جاهد وايي، چې د سېلابونو له امله په دره ولسوالۍ کې د استوګنې درې کورونه ويجاړ شوي او په عناب کې يو کليوالي سړک هم تړل شوى دى. 

بل خوا د ارزوګان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر وايي، په ترينکوټ ښار کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي، سلګونه کورونه ويجاړ شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده. 

بلخوا د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو له امله د مالي زيانونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.


د مطلب کود: 288689

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288689/په-پنجشیر-او-ارزګان-کې-سیلابونو-ځاني-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com