د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د کندهار د هوايي ځواک لوا په سېلاب کې ایسار دوه تنه ژغورلي دي. له بلې خوا په بادغیس کې چارواکي خبر ورکوي چې د یوې کورنۍ غړي یې له سیلاب څخه ژغورلي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د کندهار او بادغیس په سېلابونو کې د بندو کسانو د ژغورنې هڅۍ
26 حمل 1403 ساعت 10:40
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د کندهار د هوايي ځواک لوا په سېلاب کې ایسار دوه تنه ژغورلي دي. له بلې خوا په بادغیس کې چارواکي خبر ورکوي چې د یوې کورنۍ غړي یې له سیلاب څخه ژغورلي دي.
آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت وايي چې د کندهار د هوايي ځواک په مرسته د دغه ولایت په بولدک ولسوالۍ کې دوه تنه هغه هیوادوال چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.
بل خوا امنيتي ځواکونو د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا درې بجې د يوې کورنۍ هغه غړي چې په يوه مازدا موټر کې په سېلاب کې بند پاتې وو، وژغورل.
په ژغورل شویو کې دوه ماشومان، یوه ښځه او یو سړی شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په کچه د وروستيو سختو اورښتونو له امله يو شمېر ولايتونه د سيلابونو شاهدان وو.
د مطلب کود: 288692