کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت:

د ایران برید د ځان د دفاع او د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ ترسره شوی دی

26 حمل 1403 ساعت 13:45

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې پر هدفونو د ایران برید د ځان د دفاع او د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ په سیمه کې پر ایراني اهدافو د بریدونو په غبرګون او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندي د برید په غبرګون کې شوي دي. د روسیی د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړي چې په سیمه کې د خطر د زیاتیدو په اړه اندیښنه لري.


آوا: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې پر هدفونو د ایران برید د ځان د دفاع او د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ په سیمه کې پر ایراني اهدافو د بریدونو په غبرګون او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندي د برید په غبرګون کې شوي دي. د روسیی د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړي چې په سیمه کې د خطر د زیاتیدو په اړه اندیښنه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تصحیح کړه: له بده مرغه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د لویدیځو غړیو د دریځونو په وجه د ایران په کونسلګرۍ باندې د حملې په اړه مناسب ځواب نه دی ورکړی. موږ په سیمه کې د یوې بلې خطرناکې جګړې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا هم ویلي چې په منځني ختیځ کې د بې شمېره کړکېچونو نه حل شوی ماهیت، په تېره بیا د فلسطین-اسرائیلو د شخړې په سیمه کې، چې اکثراً له غیر مسوولانه پارونکو اقداماتو سره مل وي، د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: موږ له ټولو ښکېلو خواوو غواړو چې له زغم کار واخلي. هيله لرو چې د سيمې هېوادونه به شته ستونزې له سياسي او ډيپلوماتيکو لارو هوارې کړي. موږ باور لرو چې دا مهمه ده چې نړیوال جوړونکي لوبغاړي په دې پروسه کې برخه واخلي.

د یادولو وړ ده چې تیره شپه په دمشق کښې د دغه هیواد په کنسولګرۍ باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې په غبرګون کښې د ایران اسلامی جمهوریت په نیواکګرو سیمو په سلګونو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې وکړې.


د مطلب کود: 288707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288707/د-ایران-برید-ځان-دفاع-او-ملګرو-ملتونو-منشور-۵۱-مادې-پر-بنسټ-ترسره-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com