کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې سېلابونه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

27 حمل 1403 ساعت 10:05

د هېواد په لوېديځ کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په دغو ولايتونو کې يو شمېر کسان مړه شوي او خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.


آوا - هرات: د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرو دوو ورځو اورښتونو او سیلابونو له امله د تولک، ساغر او شهرک ولسوالیو د ګزک کلي په سیمه او شاوخوا سیمو کې سېلابونه راغلي.

د سرچينې په وينا، په يادو ولسواليو کې د خلکو د استوګنې کورونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې او د هغوى يو شمېر څاروي هم له منځه تللي او خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

په ورته وخت کې ځايي چارواکي هڅه کوي، چې د ځايي خلکو په همکارۍ د دغو درېيو ولسواليو ترانسپورتي لارې د مسافرو پر مخ پرانيزي.

دغه راز د غور ولايت چارواکي خبر ورکوي، چې د غور – فارياب لويه لاره د سېلابونو له امله تړل شوې ده.

د دوی په خبره، د سېلابونو له امله د غور-فارياب لويه لاره تخريب شوې او لاره بنده ده او تر راتلونکي خبرتيا پورې بايد مسافر له دې لارې تګ راتګ ونه کړي.

بل خوا د فراه ولایت چارواکي هم په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه ولايت د پشترود ولسوال ملا محمد انور فيروز وايي، د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ په "کوه بيچه باران" سيمه کې د سېلابونو له امله دوه تنه ځوانان وژل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، دغه دوه ځوانان د دغه ولايت د مرکز اړوند د نوبهار کلي اوسېدونکي وو، چې له يو شمېر نورو ځوانانو سره د تفريح لپاره د بيچه باران غرنۍ سيمې ته تللي وو.

په هرات کې هم چارواکي وايي چې سېلابونو د هرات – کندهار لویه لار تړلې ده.

د دوى په وينا، پرون د يکشنبې په ورځ (د حمل ٢٦مه) د هرات د زاوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دغه لويه لاره د سېلابونو له امله تړل شوې او د لويې لارې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر له دې سيمې د تېرېدو په تمه ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوبې او ګذرې په ګډون د هرات په يو شمېر ولسواليو کې سېلابونو کروندګرو او ځمکوالو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 288744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288744/د-هېواد-په-لوېدیځو-ولایتونو-کې-سېلابونه-ځاني-او-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com