آوا - کابل: د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په نیواکي سیمو کښې په هدفونو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځي حملې په غبرګون کښې وویل: د ایران په کونسلګرۍ باندې د حملې په اړه د ایران ځواب د دغه هیواد حق دی او د دغه برید مسوولیت د اسرائیلو د ظالمو واکمنانو او د هغوی د ساتونکو په غاړه دی.
حکمتیار زیاته کړه: دا یو مثبت پرمختګ دی چې په اسلامي نړۍ کې موږ داسې یو هېواد وینو چې په سیمه کې د امریکايي همکار پر وړاندې د غچ اخیستنې لاره غوره کوي.
د یادولو وړ ده چې د حمل په ۲۶مه نیټه په دمشق کښې د دغه هیواد په کنسولګرۍ باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې په غبرګون کښې د ایران اسلامی جمهوریت په نیواکګرو سیمو په سلګونو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې وکړې.