د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونه په هرات ولایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او زیاتوالي په موخه پرانیستل شوه.
په هرات کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه
27 حمل 1403 ساعت 12:48
د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونه په هرات ولایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او زیاتوالي په موخه پرانیستل شوه.
آوا: د افغانستان-قزاقستان د سوداګرۍ خونه د هرات د مرستیال والي مولوي حیات الله مهاجر فراهي او د قزاقستان د سفیر او د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې د رئیس علیمخان یسین گلدیف له خوا پرانیستل شوه.
د چارواکو په وینا دغه خونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او زیاتوالي په موخه جوړه شوې ده.
مخکې له دې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې له استازي سره په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د جوړیدو او په مقابل کې د قزاقستان د مشهورو شرکتونو د معرفي کولو په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ویزو په صادرولو کې د پرتو خنډونو د لرې کولو په اړه د لازمو دوه اړخیزو ترانزیتي اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې.
باید وویل شي، چې قزاقستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ لري.
د مطلب کود: 288771