کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار – هرات پر لویه لار د سیلابونو څخه د مسافرو ژوند وژغورل شو

27 حمل 1403 ساعت 14:09

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د دې وزارت د کارکوونکو لخوا د کندهار – هرات په لویه لار کې په سیلابونو کې بند پاتې موټر او مسافر د ژغورنې اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د کندهار- هرات پر لویه لار په سیلابونو کې بند پاتې موټر او مسافر وژغورل.

دغه وزارت زیاتوي، چې تېره ورځ د درېیمې لوا د درېیمې پلې لوا کارکوونکو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هغه هېوادوال چې په سېلابونو کې بند پاتې وو، وژغورل.

تر دې مخکې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی و چې د کندهار د هوايي ځواک لوا دوه تنه چې په سیلاب کې ایسار شوي وو ژغورلي دي.

په ورته وخت کې د سرپرست حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ویاند په وینا، د جمعې له ورځې راهیسې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې سېلابونه راغلي، چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.


د مطلب کود: 288782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288782/د-کندهار-هرات-پر-لویه-لار-سیلابونو-څخه-مسافرو-ژوند-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com