کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اهل هنود غصب شوې ځمکې تر څېړنې لاندې دي

27 حمل 1403 ساعت 14:13

د غصب شويو ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسيون چارواکي وايي، چې په هېواد کې د اهل هنود غصب شوې ځمکې تر څېړنې لاندې دي. دوی زیاتوي چې په افغانستان کې له ټولیز امنیت سره یو شمېر اهل هنود کورنۍ هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د اهل هنود د غصب شویو ځمکو د غصب د مخنیوي او بیرته ورکولو د کمیسیون له خوا د غصب شویو ځمکو د بیا کتنې ترڅنګ، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسلامي امارت دغه اقدام وستایه. 

د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، په کابل کې د اهل هنود استازی وايي، د دوی د ځمکو اسناد د دغه کمېسیون تر څېړنې لاندې دي او هیله لري چې خپل حقونه ترلاسه کړي.

د اهل هنود د خلکو استازی ګولجیت سینګ زیاتوي چې له څلویښتو کلونو وروسته موږ د مسلکي عدالت د حکومت شاهدان یو او اسلامي امارت د هندوانو او سیکانو په اړه ډېر ښه نظر لري.

هغه همدا راز هیله څرګنده کړه: "موږ له دې حکومت څخه ډېره هیله لرو چې زموږ خلکو ته به د دوی حقونه ورکړي".

همدارنګه په افغانستان کې د هند د خلکو استازی وايي چې په افغانستان کې ټولیز امنیت تامین شوی او یو شمېر افغان هندي کورنۍ هېواد ته راستانه شوي او دا بهیر به دوام وکړي.

له بلې خوا د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د هېواد په ټولو ولایتونو کې له سیمه ییزو چارواکو غوښتي چې په هېواد کې د هنديانو د ځمکو د غصب په اړه څېړنې وکړي.

په همدې حال کې د غصب شويو ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسيون شاوخوا ٢٥ ميليونه جريبه غصب شوې ځمکې جوړې کړې چې له دې جملې دوه ميليونه جريبه بېرته راګرځېدلې ده.


د مطلب کود: 288784

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288784/د-اهل-هنود-غصب-شوې-ځمکې-تر-څېړنې-لاندې-دي

آوا
  https://www.avapress.com