کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان څخه تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال ایستل شوي

28 حمل 1403 ساعت 9:36

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د ۱۰۰ څخه د زیاتو افغان مهاجرینو د ویستلو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د یاد وزارت په وینا، دغه کسان د حمل په ۲۵مه او ۲۶مه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

پرون دوشنبه (د اپریل ۱۵مه) په دغه هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان د ضرب الاجل وروستۍ ورځ ده.

په همدې حال کې پاکستاني رسنیو پرون خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومت به په دوو ورځو کې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي.

ویل کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.


د مطلب کود: 288799

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288799/د-پاکستان-څخه-تر-۱۰۰-ډېر-افغان-کډوال-ایستل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com