کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له حيرتان بندر څخه ازبکستان ته د ټيټ کيفيت او پټرول دوه واګونونه مسترد شول

28 حمل 1403 ساعت 9:47

د ملي سټنډرډ اداره وايي چې له حيرتان بندر څخه يې د ټيټ کيفيت لرونکو تېلو دوه واګونونه (۱۲۰ زره لېتره) تیل بېرته مسترد کړي دي.


آوا - کابل: د ملي سټنډرډ اداره وايي چې د ازبکستان له حيرتان بندر څخه يې د بې کيفيته تېلو دوه واګونونه چې څه باندې ۱۲۰ زره لېټره کېږي، بېرته لېږلي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له شیخ ابو نصر فراهي بندر څخه د تېلو ۱۹ نورې بې کیفیته تېل وړونکي ټانکرونه بېرته ایران ته راستانه شوي دي.

دې ادارې یو ځل بیا د هېواد له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د بې کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي.


د مطلب کود: 288804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288804/له-حيرتان-بندر-څخه-ازبکستان-ته-د-ټيټ-کيفيت-او-پټرول-دوه-واګونونه-مسترد-شول

آوا
  https://www.avapress.com