د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وايي چې کارکوونکو یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شل تنه هیوادوال چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.
په هلمند کې په سیلابونو کې بند پاتې کسان وژغورل شول
28 حمل 1403 ساعت 10:16
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وايي چې کارکوونکو یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شل تنه هیوادوال چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.
آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د ۲۱۵ عزم قول اردو د دوهمې لوا د منصوري کنډک غړو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه هېوادوال چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د خالد بن ولید څلورمې لوا هم د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په سیمو کې په سېلابونو کې بند پاتې موټرونه را ایستلي دي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د دغه وزارت د چارواکو له خوا د کندهار- هرات پر لویه لار د سیلابونو له امله د را ایستل شویو موټرو او مسافرو د ژغورنې اعلان کړی و.
په ورته وخت کې د سرپرست حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ویاند په وینا، د جمعې له ورځې راهیسې د افغانستان ډېری ولایتونه د سېلابونو شاهد دي، چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د مطلب کود: 288812