کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات د پنځم منار د پياوړتيا کار پيل شو

29 حمل 1403 ساعت 9:34

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولينو د هرات ښار د پنځمې منارې د پياوړتيا د دويم پړاو د پيل خبر ورکړ.


آوا - هرات: د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو د انجینرۍ څانګې مسوولین وايي، د آغا خان بنسټ د هرات د پنځم منار د پیاوړتیا او ساتنې چارې تر څارنې لاندې پیل کړي دي. 

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست لرغونپوه ابوذر مظفري د باختر آژانس خبريال ته ويلي: د پنځمې منارې پياوړتيا په لومړي پړاو کې د اوسپنې په واسطه ساتل شوې ده او په دويم پړاو کې به دغه تاريخي ودانۍ له کوم اضافي څيز څخه پرته په خپل حال پاتې شي. 

په هرات کې د آغاخان بنسټ د کلتوري څانګې مسوول محمد داوود صادق وويل: لومړى به د زړو دېوالونو د پاکولو کار پيل شي، څو د زړو دېوالونو موقعيت معلوم شي او د پلان له مخې به د دېوالونو بيارغونه وشي. 

د يادونې وړ ده، چې د هرات د پنځم منار د پياوړتيا کار په داسې حال کې روان دى، چې دغو ودانيو د تېر کال زلزلې هم مقاومت کړى و او د پنځمې منارې هېڅ يوه ته هم نوي زيان نه دى اوښتى، چې د سقوط لامل شي.


د مطلب کود: 288869

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288869/د-هرات-پنځم-منار-پياوړتيا-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com