د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې شاوخوا ۶۷ ټنه زعفران چې د ۴۹ میلیونو ډالرو په ارزښت بېلابېل هېوادونو ته صادر شوي وو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت:
تېر کال د افغانستان د زعفرانو صادرات ۶۷ ټنو ته ورسېدل
30 حمل 1403 ساعت 9:33
د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې شاوخوا ۶۷ ټنه زعفران چې د ۴۹ میلیونو ډالرو په ارزښت بېلابېل هېوادونو ته صادر شوي وو.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده نن چهارشنبه (چهارشنبه د حمل ۲۹) د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د زعفرانو صادرات په ۱۴۰۲ کې شاوخوا ۶۷ ټنه د ۴۹ میلیون ډالرو په ارزښت سره صادر شوي دي.
د هغه په وينا، د افغانستان د زعفرانو ډېرى صادرات هند، سعودي عربستان، هسپانيا، متحده عربي اماراتو، جرمني، امريکا، اندونيزيا، ترکيې او انګلستان ته کېږي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانستان زعفران ښه کیفیت لري او په نړۍ کې لومړی مقام لري.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو تولید زیات شوی دی.
په ځانګړې توګه له هغه وخته چې د کوکنارو د بدیل په توګه د زعفرانو کښت د مرستندویه موسسو لخوا وړاندیز شوی و او د تولید د زیاتوالي لپاره کمپاینونه پیل شوي.
په تېرو کلونو کې د افغانستان په لوېديځ کې هرات، په شمال کې بلخ، فارياب او سرپل، په سوېل کې کندهار او اروزګان او د افغانستان په مرکز دايکنډي کې په ترتيب سره د زعفرانو ډېر حاصلات وو.
د افغانستان د ټولو زعفرانو شاوخوا ۹۰ سلنه په هرات ولایت کې تولیدیږي.
تر دې وړاندې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ټینګار کړی و چې د افغانستان دننه تولید شوي زعفران صادرېږي.
په ۲۰۱۸ کال کې پخواني حکومت د نړیوال مقام د ساتلو، د کیفیت د ثبات، د ارزښت لوړولو او د افغانستان د زعفرانو د تولید د پراختیا په هدف د زعفرانو او پیازو پر وارداتو بندیز ولګاوه.
خو په افغانستان کې یو شمېر بزګران له ایران څخه د زعفرانو او پیازو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي.
د مطلب کود: 288924