کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آسیا د فوټسال ملتونو جام ګروپي پړاو؛

د افغانستان ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې له ایران څخه ۳-۱ ماته ومنله

30 حمل 1403 ساعت 15:16

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د اسيايي هېوادونو د جام د ګروپي پړاو په لومړۍ لوبه کې د ايران له ملي ټيم سره مخامخ شوه او لوبه يې د ٣:١ په توپير بايله.


آوا: د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیايي فوټسال جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه د ایران د فوټسال ملي لوبډلې سره وکړه.

دا لوبه نن (پنجشنبه ۳۰ حمل) د کابل په وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شوه او افغانستان د ۳:۱ په توپیر سره لوبه وبایلله.

په دې لوبه کې د فوټسال ملي لوبډلې یوازینی ګول مهران غلامي ترسره کړ. د ایران د فوټسال ملي لوبډلې لپاره مهدي کریمي او سعید احمد عباسي د افغانستان پر وړاندې ګولونه وکړل.
 
افغانستان د اسيا د فوټسال سياليو په ډي ګروپ کې له ايران، بحرين او کويټ سره دى.

د افغانستان بله لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ په ۱۳:۳۰ بجو د کویټ په وړاندې ترسره شي.


د مطلب کود: 288976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288976/د-افغانستان-ملي-لوبډلې-په-لومړۍ-لوبه-کې-له-ایران-څخه-۳-۱-ماته-ومنله

آوا
  https://www.avapress.com