کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"د پوهنې د وضعیت ښه کول" په اروپا کې د میشتو افغان علمي شخصیتونو سره د پوهنې وزارت سرپرست د ناستې تمرکز دی

3 ثور 1403 ساعت 11:17

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت وايي چې په اروپا کې میشتو افغان علمي شخصیتونو د افغانستان د پوهنې د وضعیت د ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړي دي.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په اروپا کې مېشتو یو شمېر افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو د دغه وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره وکتل.

مولوي حبیب الله اغا د پوهنې په برخه کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

له بلې خوا په اروپا کې مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو د دغه وزارت له پرمختګونو او هېوادوالو ته د دیني او معاصرو علومو په برخه کې د زده کړو د اسانتیاوو په برابرولو خوښي څرګنده کړه.

دوی د پوهنې د وضعیت د ښه والي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.


د مطلب کود: 289169

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289169/د-پوهنې-وضعیت-ښه-کول-په-اروپا-کې-میشتو-افغان-علمي-شخصیتونو-سره-وزارت-سرپرست-ناستې-تمرکز-دی

آوا
  https://www.avapress.com