کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۲۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

4 ثور 1403 ساعت 9:50

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د ۱۶۰۰ افغان کډوالو او له پاکستان څخه د ۶۷۳ کډوال د راستنیدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د حمل په ۳۱مه او د ثور په لومړۍ نیټه د اسلام قلعه له پولې څخه په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي. 

د کډوالو چارو وزارت همدا راز زیاته کړې، چې (یکشنبه، ۲ ثور) ۱۲۵ افغان کورنۍ چې ټولټال شمېر یې ۶۷۳ تنه وه، له پاکستانه په زوره ایستل شوي او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، راستانه شوي کډوال د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.


د مطلب کود: 289217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289217/له-ایران-او-پاکستان-څخه-څه-باندې-۲۲۰۰-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com